هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټسال کمېټې د استازولۍ له لوري د فولاد صنعتي شرکت په مالي مرسته د ۸ لوبډلو ترمنځ د فولاد جام په نوم د فوټسال ګروپي سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې سیلاب لوبډلې خپلې سيالې انصاري لوبډلې ته د ۹- ۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې دغو سياليو درې اوونۍ دوام وکړ او موخه يې ځوانانو ته د سالم مصروفیت برابرول ياد شوي دي.