هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۳۲
هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مرکزي جمنازيوم کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فولاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ د فريد نوروزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سياليو په پايلوبه کې فريد نوروزي لوبډلې خپلې سیالې انصاري لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو غوره لوبغاړی مير ولي، غوره ګول ساتونکی مسعود مبارز او غوره ګول وهونکی نصيراحمد وټاکل شو.

د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ د يووالي رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۴
Background image

#عکسونه

خوست کې له ۱۷ کلنو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د اتلولۍ په پار جوړ شوي جشن، څو زړه راښکونکي انځورونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۱
Background image

#عکسونه

د پکتیا غیور ولس له لوري د ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د تود هر کلي څو په زړه پوري انځورونه!

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۵۹
Background image

#عکسونه

#عکسونه

د آسیا اتلان خوست ولایت ته ورسېدل او په څو شېبو کې به د دوی لپاره ځانګړې غونډه پیل شي.

BACK TO NEWS