هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په ګرمسير ولسوالۍ کوچني درویشانو کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې دوې اوونۍ به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې خپلواک لوبډلې خپلې سیالې ښایسته خواجه اباد لوبډلې ته د یو صفر ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.