هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ناک اوټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د صفار لېسې او عمري ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې صفار لېسې لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا خپله کړه.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د زرغون لکي، ملي افغان، عمري ځوانان، صفارلېسې، ستاره هلمند، کلیوال ځوانان، هیواد او هزارجفت لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او اته ورځې به دوام وکړي.
