هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د فوټبال فدراسیون ترچتر لاندې د یادې ولسوالۍ په هزارجفت فوټبالي حوزه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د هزار جفت ځوانانو او نوي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې هزار جفت لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
