هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د والیبال ګروپي سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال ګروپي سیالۍ چې درې اوونۍ وړاندې پیل شوې د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته اتحاد او شاهین الف لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې اتحاد لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ د ګرمسېر ولسوالۍ په امیربلند اغا بازار کې پر عصمت خان والیبال لوبغالي ترسره شوې او درې اوونۍ یې دوام وکړ.
په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
