هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې ګرشک اتلانو لوبډلې د ۷ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې عسکري لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
