هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د سردار جانان هاشمي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې سردار جانان هاشمي لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې حافظ بریال لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
