هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پایلوبه کې مرکزي لېسې لوبډلې دیو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې عرب لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
