هلمند؛ ګرمسیر ولسولۍ کې د فوټبال سیالۍ صفار لیسې وګټلې

د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې یوه نیمه اوونۍ وړاندې د اتو حوزو د اتو اولو لوبډلو ترمنځ حذفي سیالۍ پیل شوې وې، چې د صفار لیسې لوبډلې یې اتلولي وګتله.
د دې سیالیو پای لوبه کې صفار لېسې لوبډلې د سرحدي اتلانو لوبډلې ته ۴/۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.
د یادو سیالیو غوره لوبغاړی میراغا، غوره ګول ساتونکی عصمت الله، غوره دفاع توریالی او غوره ګول وهونکی میرزاخان ونومول شول، چې د فوټبال فدراسیون د استازولۍ لخوا جوایز او ستاینلیکونه ورکړل شوه.
صفار لیسه، زرغون لکي، لکړۍ عمري ځوانان، هزار جفت ځوانان،سرحدي اتلان، زنځیر زرغون کشتي، کوچنی درویشان استقلال او امیر بلند اغا اقبال هغه لوبډلې وې، چې په دې سیالیو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.