هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د محمد یعقوب مطمئن په نوم د فوټبال یو میاشتینۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۵۳
هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د محمد یعقوب مطمئن په نوم د فوټبال یو میاشتینۍ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرمسیر ولسوالۍ په امیر بلند آغا ورزشي حوزه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د هلمند د ورزشي امریت او د ولسوالیو ورزشي مدیریتونو مسؤولانو او ګڼو لوبغاړو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ چې په ډبل ناک اوټ شکل سره ترسره کېږي، لومړۍ لوبه یې د یاران او حبیبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې یاران لوبډلې د ۲-۰ ګولونو په توپیر حبیبي لوبډلې ته ماتې ورکړه. خان محمد او بور آغا د یاران لوبډلې په ګټه یو- یو ګول ترسره کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS