هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۹:۵۳
هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ شپنۍ سیالۍ د شاه جهان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د هزار جفت مرکزي او شاه جهان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې شاه جهان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٦ منډو هدف وټاکه. هزار جفت مرکزي لوبډلې د هدف په تعقیب کې ٩٠ منډې وکړې او د ٤٥ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

#عکسونه

#عکسونه

د آسیا اتلان د پکتیا ولسونو په منځ کې.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۲۰
Background image

#عکسونه

#عکسونه

له ١٧ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبغاړي او د اسیا اتلان د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار ته ورسېدل او د ياد ولايت د ولسونو له تود هرکلي سره مخ شول.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۱:۱۶
Background image

#عکسونه

#عکسونه

دفوټسال له ١٧ کلونو کم عمره ملي او د اسیا اتله لوبډله د پکتیا ولسونو له تود هرکلي سره مخ شوه.

نن دغو لوبغاړو ته په پکتيا او خوست کې ځانګړي تشويقي مراسم نیول شوي دي.

BACK TO NEWS