هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د دوو ميليونو افغانيو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو
د هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کې د دوو ميليونو افغانيو په ارزښت د يو تن ځوان عنايت الله پخواني په مالي لګښت د گرشک په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم پرانيستل شو.
د مسؤلينو په وينا: « ياد جمنازيوم په يو وخت کې د ۱۰۰۰ زرو تنو مينوالو د ځای کېدو ظرفيت لري، چې د پرانيستلو وروسته د دوو دوستانه سياليو کوربه و.»
په لومړۍ سيالۍ کې هلمند آغا نور شاهي لوبډلې سيالې کندهار ان اف سي لوبډلې ته ۴/۵ گولونو په توپير ماتې ورکړه او همدارنگه په دويمه لوبه کې بيا گرشک منتخب لوبډلې سيالې قيس غني لوبډلې ته ۲/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې په پای کې راغلو میلمنو او ورزشکارانو ته ځانگړې چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.
