هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د گرشک ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۲سي لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د بارک اتلانو او بهار ځوانانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه بهار ځوانانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې بارک اتلانو لوبډلې ياد هدف په ۸م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۸ ویکټو په توپیر وگټله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۳۳ ورځې دوام وکړي.
