هلمند کې د سوېل لویدیځ زون پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او اي اېنډ مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د سوېل لویدیځ زون پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمند بارک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې هلمند، کندهار، ارزګان زابل او غزني ولایتونو ګډون کړی و، چې په پای کې د هلمند بارک لوبډلې د ۱۵ ګولونو په وهلو او ۱۲ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د هلمند ولایت ولایتي چارواکو، ورزشي مسؤولانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
دا سیالۍ د زونونو اتلولي سیالیو ته د لار موندلو په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.
