هلمند کې د غېږنیونې سیالۍ وشوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۱:۳۷
هلمند کې د غېږنیونې سیالۍ وشوې

په هلمند ولایت کې په اتو لوبډلو کې د ۱۵۳ لوبغاړو تر منځ د غېږنیونې لوبې وشوې، چې په دوه ډلو کې دوه ورځې روانې وې.

په دغو سیالیو کې د نهو ولایتونو لوبغاړو ګډون کړی و، چې د المپیک ملي کمېټې او ورزش ریاست د پلاوي په شتون وشوې.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش انجینر نظرمحمد مطمئن د پایلوبې مرسمو کې ګډون وکړ او خوښي یې وښوده، چې د سولې او اسلامي نظام په راتګ سره په ولایتونو کې ورزش وده کړې ده او ډلې ډلې ځوانان د امن او وروروۍ په فضا کې ورزش کوي.

د یادو سیالیو د غېږنیونې دودیزې لوبې وده او د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو ټاکنه یاده شوې ده، چې ملي لوبډلې ته ۶۸ لوبغاړو ټاکل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS