هلمند کې د فوټبال جام عمري لوبډلې وګاټه
نن فاینل لوبه کي نوي عمري لوبډلي ۱__۰ د وطنوال لوبډلي په ماتولو سره اتلولي وګټل.
په هلمند ولایت کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ټورنمنټ پیل شوی و، چې درې لوبډلې پکې له نادعلي ناوې او مارجې ولسوالیو څخه ګډون کړی و.
د یاد ټورنمنټ پایلوبه تېره ورځ د عمري او وطنوال تر منځ وشوه، چې یو د صفر پر وړاندې د عمري لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدله.
په یاده پایلوبه کې د عمري لوبډلي لپاره نذير احمد ګول وواهه او لوبه دوی وګټله..
د یاد ټورنمنټ غوره لوبغاړی سردار محمد، غوره ګول ساتونکی جاوید احمد او د ډېرو ګولونو وهلو جايزه زمريالي ته د هلمند فوټبال فدراسيون لخوا ورکړل شوه.
