هلمند کې د ۳۱۰ غېږنيونکو ترمنځ سيالۍ وشوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د گرشک ولسوالۍ په جانان هاشمي لوبغالي کې د ياد ولايت شمالي او سويلي ولسواليو ۳۱۰ غېږنيونکو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د غېږنيونې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې شمالي ولسواليو غېږنيونکو د ۱۱۸ زياتو برياوو سره لومړی مقام خپل کړ.
دا سيالۍ د غېږنيونې دوديزې لوبې ته د ودې ورکولو او د لوی اختر لمانځلو په موخه ترسره شوې او دوې ورځې يې دوام وکړ.
