وردګ پوهنتون؛ د پوهنځیو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د کمپیوټر ساینس په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت په وردګ پوهنتون کې د مختلفو څانګو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د پسرلني سمیستر د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ کمپیوتر ساینس لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې ښوونې او رزونې پوهنځي لومړی توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۱۲۹ منډې هدف ورکړ، بل پلو کمپیوټر ساینس پوهنځي یاد هدف ته د ټاکلو اورونو په وروستي اور کې ځان ورساوه او اتلولي یې خپله کړه.
د يادو سياليو د پایلوبې مراسمو کې د پوهنتون علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهنيار حميدالله عمري، د مالي او اداري چارو مرستيال انجنير ضياءالرحمن مولوي زاده، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالقدير جلالي ، د شرعياتو پوهنځي رئيس پوهنيار عبدالله آرام، د کمپيوټر ساينس پوهنځي رئيس پوهنيار سيد رحيم نېکمل، آمرينو، استادانو، اداري کارمندانو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون درلود.
يادې سيالۍ د لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته د کپونو ، غوره لوبغاړو او لوبڅارانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدې.
