٢٥ ورزشکارانو د بايسکل ځغلونې ملي لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۰:۲۰
٢٥ ورزشکارانو د بايسکل ځغلونې ملي لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړ

د بايسکل ځغلونې ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ چې دوې ورځې وړاندې د لسو ولايتونو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د کابل خوست لويي لارې ترمنځ پيل شوې وې پاى ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د کابل، غزني، لوګر بادغیس، تخار، بلخ، خوست، زابل، کاپيسا او کندهار ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د المپيک ملي کمېټې له انګړ څخه يې تر خوست ولايت پورې ٢٣٠ کيلومتره مزل وکړ.

د بايسکل ځغلونې ورزشکارانو د کابل، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو لارې څخه د ٢٣٠ کيلومتره واټن وهلو وروسته د خوست د بدني روزنې او ورزش امريت او د ورزش مينه والو له تود هرکلي سره مخ شول.

د خوست د بدني روزنې او ورزش امر عطاالله کډوال د دې سياليو د پاى په مراسمو کې ګډون وکړ او د يادو سياليو ګډونوال ورزشکاران يې تشویق کړل.

ښاغلي کډوال د خپلو خبرو په جريان کې ګډون کوونکو ورزشکارانو ته وویل؛ د خوښۍ ځاى دى چې خوست د بايسکل ځغلونې ملي لوبډلې د غوراوي سياليو کوربه دى، دا د دې سبب کېږي ترڅو ځوانان له ورزش سره مينه پيدا کړي.

د دغو سياليو په پاى کې د لوبڅارانو د امتياز له مخې کابل لومړى خوست دويم او کابل درېيم مقام ترلاسه کړ چې د کپونو، مډالونو او تقديرنامو په ورکولو سره و هڅول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS