پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۱۰
پروان؛ جبل السراج ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د افغانستان ا.ا د بیا واکمنېدو په ویاړ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو، چې دوې ورځې یې دوام وکړ، په پایله کې د شاهین لوبډلې خپلې سیالې جبل السراج اتحاد لوبډلې ته د ۸ پر ۴ ګولونو پر توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د افغانستان ا.ا د بیا واکمنېدو درېیمې کلېزې د نماځلو په ویاړ ترسره شوې.

د سیالیو په پای کې لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپ، مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۱۱
Background image

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS