پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دويم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۶:۳۱
پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دويم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ځوانانو د شورا جام په نوم د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دويم پړاو سيالۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې وې د اتحاد شيخه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې اتحاد شيخه لوبډلې خپلې سیالې خاطير بابه لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار قلعه سراج بڼ کې د شپږو لوبډ‌لو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ملي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۱۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

پکتيکا کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د "پلتوني بند جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ. . .

BACK TO NEWS