پروان؛ سیاګرد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کۍ د ۱۸ کلنو ځوانانو د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې عقابان فندقستان لوبډلې خپلې سیالې بابکرخېلو ځوانانو لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.