پروان؛ سیاګرد ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شینواري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې شینواري لوبډلې خپلې سیالې اتحاد سرخي لوبډلې ته د ۵/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې اونۍ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلا بېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
