پروان؛ وحدت خواجه سياران لوبډلې د فوتسال اختريز سياليو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۱:۵۲
پروان؛ وحدت خواجه سياران لوبډلې د فوتسال اختريز سياليو اتلولي وګټله

د فوتسال اختريز جام سیالۍ چې د پروان ولايت د ورزش امريت په مرسته د دې ولايت د فوټبال فدراسیون له لوري د چنګاښ په ١٣مه نېټه د چاريکار ښار په صادقي لوبغالي کې د څلور لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې، تېره ورځ د وحدت خواجه سياران لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د وحدت خواجه سياران، ياران صادقي، پروان يونايټډ او ارمان ميهن لوبډلو ګډون درلود.

د يادو سياليو په پايلوبه کې د وحدت جواجه سياران لوبډلې ٤-٣ ګولونو په توپیر ياران صادقي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه، همداراز ياران صادقي لوبډلې دويم مقام تر لاسه کړ.

په پاى کې د پروان د ورزش امريت او د دې ولايت د فوټبال فدراسیون مسوولينو له لوري اتلې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه، او لوح سپاس هم ډالۍ کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS