پروان: زید عطاري لوبډله د فوټسال سیالیو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۹:۴۵
پروان: زید عطاري لوبډله د فوټسال سیالیو اتلولي وګټله

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یووالي په نوم د اته لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د زید عطاري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د زید عطاري او اتحاد جبل السراج لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې زید عطاري لوبډلې د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام وګاټه.

دغه سیالۍ چې د ځوانانو د ورزش د ودې په موخه پیل شوې وې، په پای کې اتلې لوبډلې ته کپ، ستاینلیک او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS