پروان کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د خوسي سیالۍ د شهامت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ( ۴۰ ) ورزشکارانو ترمنځ د خوسي سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې شهامت لوبډلې خپلو سیالو لوبډلو ته په پرلپسې ماتې ورکولو سره بریاوې او د اتلولۍ مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
