پلخمري کې د بغلان د ۱۵ ولسوالیو او سمنګانو چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۰ - ۱۱:۱۸
پلخمري کې د بغلان د ۱۵ ولسوالیو او سمنګانو چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د وزلوبې دغه دوه ورځنۍ سیالۍ د بغلان ولایت د بدني روزنې او سپورت آمریت او د وزلوبې فدراسیون په همغږۍ د پلخمري اړوند بالادوري سیمه کې ترسره شوې.

دا سیالۍ د بغلان ولایت د ۱۵ ولسوالیو او سمنګان یو شمېر چاپندازانو په ګډون د زرګونو نندارچیانو اومینوالو په حضور کې ترسره شوې .

د سیالیو په لړ کې دادالله پهلوان د ګل جان په اس درې ځل، مسعود پهلوان د شیرخان په اس یو ځل او مزمل هم د سیالۍ ورستی اولاق په خپل اس باندې دایرې ته ورسول او ګڼې جایزې او ډالۍ یې ترلاسه کړې.

یادې سیالۍ د چاپندازانو د چمتوالي او خلکو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS