په خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت په مرکز اماني ملي لوبغالي کې د ياد ولايت د ۸ غوره لوبډلو ترمنځ د ټولنيز يووالي په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د مټی چينې او ګلزار اکا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې لومړۍ برخه په يوه ـ يوه ګول مساوي پای ته ورسېده، په پیناليټي کې مټې چينې لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴_۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې يادې سيالۍ په ناک اوټ شکل ترسره کېږي او اووه ورځې به دوام وکړي.