په ایران کې د یووالي او دوستۍ جام په نوم دویم پړاو سیالیو کې د نیمروز او د هرات ولایت د بکس ورزشکارانو دویم مقام ترلاسه کړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۱:۴۵
په ایران کې د یووالي او دوستۍ جام په نوم دویم پړاو سیالیو کې د نیمروز او د هرات ولایت د بکس ورزشکارانو دویم مقام ترلاسه کړ

په ایران کې د یووالي او دوستۍ جام په نوم دویم پړاو سیالۍ، چې څو ورځې مخکې د ایران، افغانستان او د پاکستان هېوادونو ترمنځ د ایران په کوربتوب پيل شوې وې د افغانستان له نیمروز او هرات څخه څلورو د بوکس ورزشکارانو یو د سروزرو او درې د سپینو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې فیض احمد د ایران او پاکستاني سیالانو په ماتې ورکولو سره لومړی مقام او یو د سرو زرو مډال ترلاسه کړ، فریاد امیري خپل ایراني سیال ته په ماتې ورکولو سره دویم او همدرانګه فردین امیري او صبغت الله مرادي د دوو سپینو زرو مډالونو په ترلاسه کولو سره دویم مقامونه ترلاسه کړل.

د دغو سیالیو په پایله کې د اسیایي فدراسیون په درجه بندۍ کې ایران لومړی، افغان ورزشکارانو دویم او د پاکستان ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرنګړه اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS