په بادغیس ولایت کې د افغانستان وطنم تر نامه لاندې د فوټسال سيالۍ ترسره شوې.
دغه لوبې د روان کال د لړم د میاشتې له ۱۱مې نیټې څخه د ۱۲ لوبډلو په ګډون سره ترسره شوې چې نن د جمعې ورځ د لیندۍ په ۵ مه د آریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د دغو سياليو پايلوبه د المصعب او اريانا ټيمونو تر منځ ترسره شوه چې د اريانا ټيم وتوانيد چې د دغو سياليو اتلولي خپله کړي.
د یادولو وړ ده چې د بادغیس د ورزشي امریت لخوا په ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو کپونه او ستاینلیکونه وویشل شول.
