په بغلان کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۹:۵۴
په بغلان کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بغلان ولايت د ورزشي مسوولينو د معلوماتو له مخې، دغه لوبې د تېر کال د کب په ٢١مه د دغه ولايت په ورزشي جمنازيوم کې د بغلان د لسو غوره ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې چې د عمري کمانډو ټيم په بريا سره پاى ته ورسېدې.

د لوبو د پیلولو موخه د غوره لوبغاړو پیژندل ویل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې دغه لوبې د بغلان ولايت د چارواکو ،مج.اهدینو، مشرانو او ورزشکارانو په شتون کې ترسره شوې او په پای کې د دهنه غوري ولسوالۍ ټيم دویم مقام ترلاسه کړ.

د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۲
Background image

خوست ولايت ته د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي سفر

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ودې امريت درې کسیز پلاوي؛ د ملي، سيمه ييزو او دوديزو لوبو د ژوندي ساتلو، د دودولو او پراختيا په موخه درې ورځني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۷
Background image

هلمند؛ سنګين ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د سنګين ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۳:۵۵
Background image

خوست کې د‌ اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

=د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ايوبي شفاء روغتون په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو. . .

BACK TO NEWS