په بلخ ولایت کې د ورزش وضعیت وارزول شو
د هېواد د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست پلاوي په بدخشان، تخار او کندز ولايتونو کې د ورزشي وضعیت تر ارزونې وروسته نن ورځ د بلخ ولایت له ورزشي ځايونو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د ورزش ادارې پلاوي د بلخ د وزلوبې له ميدان څخه ليدنه وکړه او د مزار شریف د ورزش ریاست ستونزې يې هم و ارزولې.
همداراز ياد شوي پلاوي د بلخ ولایت د ورزشي مسوولینو او د ورزشي فدراسیونونو استازو په جلسه کې هم ګډون وکړ او د هغوى ستونزې يې هم واورېدلې.
په دې ليدنه کې قاري حيات الله رحماني د بلخ ولایت د ورزش مسوولینو ته په خطاب کې وویل: د اداري او ورزشي ځايونو په حفظ او مراقبت و ساتنه کې بايد هڅې او کوشش وکړئ.
نوموړي همدا راز د دې ولايت د ورزشي فدراسیونونو له مسوولینو سره ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د دې ولايت د وزلوبې د ميدان ستونزه حل کړي او دعه ميدان به د وزلوبې فدراسيون په واک کې ورکړي.
همدا راز د مشورتي بورډ غړي سيد مبشر هاشمي چې په دې جلسه کې يې شتون درلود وویل؛ بلخ د هغو ولایتونو له ډلې څخه دی چې ملي او دوديزو ورزشونو په ځانګړي ډول وزلوبې پکې د پام وړ وده کړې، د ورزش اداره مکلفه ده چې د ملي ورزشونو د ودې لپاره هڅې وکړي.
د ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني په مشرۍ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست لوړ پوړي پلاوي تېره اوونۍ د ورزش د ارزونې په موخه د هېواد شمالي ولايتونو ته سفر وکړ.
د يادولو وړ ده چې دغه پلاوى به تر بلخ وروسته جوزجان او سرپل ولایتونو ته هم سفر وکړي.
