په بلخ ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
په بلخ ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولايت د وزلوبې سيالۍ د مزارشريف په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې.
د بلخ ولايت د بزکشي فدراسيون مسوولين وايي، دغه سيالۍ په شمالي ولايتونو کې د وزلوبې د دوديزې لوبې د ودې په هدف د يوې ورځې لپاره د چاپ اندازانو ترمنځ ترسره شوې وې.
په آخر کې، د سړې هوا او وخت نشتوالی له امله د لوبڅار لخوا د چاپندازانو ترمنځ لوبه بې پایلې پای ته ورسېده.
د بلخ ورزشي مسوولین وایي چې د وزلوبې سيالۍ هره جمعه د هېواد په شمالي ولايتونو کې ترسره کېږي، چې له مرکز او لرې پرتو ولسواليو څخه په سلګونو ورزشکاران او مینوال د دغو سياليو د ليدو لپاره راځي
