په تخار ولایت کې د کورش سیالۍ وشوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۰:۰
په تخار ولایت کې د کورش سیالۍ وشوې

د ١٤٠١ د وری په ٥ نټه د جمعې په ورځ د تخار ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د بغلان ولایت د نهرین او بورکې ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ د کورش یا رستمي د غیږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو د تنظیموونکو په وینا، د لوبې د لویانو کتګورۍ کې د یوې ورځې لپاره سیالۍ وکړې.

د دغو سیالیو د پیلولو موخه د هېواد په شمالي ولایتو کې د ورزشکارانو ترمنځ د پیوستون او د کورش لوبې پراختیا ښودل شوې ده.

د یادړلو وړ ده ، چې دغه سيالۍ د جمعې په ورځ د مرکز او لرو پرتو ولسواليو د ګڼ شمېر نندارچيانو او ورزشکارانو په ګډون سره ترسره شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۴۲
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شینکۍ ولسوالۍ کې د ٥٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې شینکۍ لوبډلې لومړی او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۴۰
Background image

هلمند؛ نهر سراج ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آنریتدله لوري د ياد ولايت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آريانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۳۸
Background image

ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د اتو ولایتونو ترمنځ د سو کیوکوشین کراټې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې له اتو ولایتونو د ١٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د سو کیوکوشین کراټې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ننګرهار،. . .

BACK TO NEWS