په جوزجان کې د ۶۰ زده کوونکو په ګډون د بایسکل ځغلونې سیالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولایت د ورزش امریت په مرسته د دې ولایت په ورزشي سټډیوم کې د پوهنې ریاست د ورزش مدیریت له لوري د جوزجان شپږو خصوصي ښوونځیو د ۶۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو په پایله کې له مثمر خصوصي ښوونځي څخه میلاد احمدي لومړی، له رومان ساحل خصوصي ښوونځي څخه جاوید حیدري دویم او له برلاس خصوصي ښوونځي څخه احمدنوید تابش درېیم مقام ترلاسه کړ.
د دې سیالیو موخه د جوزجان ولایت د ورزشکارانو او خصوصي ښوونځیو زده کوونکو ترمنځ سالم رقابت دی.
