په خوست ولايت کې د "شېر تڼي" په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۰:۱۴
په خوست ولايت کې د "شېر تڼي" په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمريت لخوا په تڼيو ولسوالۍ کې د شېر تڼي په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ چې څو اوونۍ مخکې د ۷۰ لوبډلو په گډون پېل شوې وې، د ډګر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د ياد ولايت د سپورټ آمر، د ولسواليو د کرکټ مسؤلانو، مشرانو او د کرکټ مينوالو برخه اخيستې وه.

د‌ سياليو پايلوبه د ډگر او احسان سټارز لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه ډگر لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۹ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۹ منډو هدف مخالفې لوبډلې ته ورکړل، احسان سټارز لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۹ منډې جوړې کړې، چې په دې توگه ډگر لوبډلې ۱۰۹ منډو په توپير پایلوبه په خپل نوم کړه، د لوبې په پای کې غوره لوبغاړو ته کپلونه ورکړل شول.

د يادونې وړ ده چې د‌ يادو سياليو موخه، ټولو ولسواليو ته د منتخبو لوبډلو جوړول و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د واکو کېک بوکسېنګ نوی کلب پرانیستل شو

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سوداګر حاجي نقیب الله په مالي لګښت د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د واکو کېک بوکسېنګ کلپ جوړ او پرانیستل شو.

دغه کلب په یو وخت کې د ۱۰۰ لوبغاړو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې غازي لوبډلې د ۳۴ نمرو په ترلاسه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۶:۱۶
Background image

لغمان؛ دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مورا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS