په خوست کې «زما ښار غوره جام» په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۱۰:۲۱
په خوست کې «زما ښار غوره جام» په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د ورزش امریت په همغږۍ د خوست ښاروالۍ په مالي ملاتړ د فوټبال فدراسیون استازولۍ له لوري د خوست ښار اوو ناحیو اوو لوبډلو ترمنځ «زما ښار غوره جام» په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

دغه سیالۍ چې د غوره ښاري فرهنګ او ښاري ارزښتونو په موخه پیل شوې په پیل کې دوې لوبې وشوې.

په لومړۍ لوبه کې د اوومې ناحیې لوبډلې د ۴-۰ ګولونو په توپیر د ښپږمې ناحیې لوبډلې ته ماتې ورکړه او همداراز په دویمه لوبه کې بیا د پنځمې ناحیې لوبډلې د ۲-۱ ګولونو په توپیر د دویمې ناحیې لوبډله له مخې لري کړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۱:۳۹
Background image

د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره لوبډلې په المپیکي سیالیو کې څلورم مقام خپل کړ

د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د ځوانانو فوټسال ډاکار ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو کې د درېیم مقام پر سر مراکش ته د ٢ - ١ ګولونو په توپیر سیالي بایلوده او د دغو سیالیو څلورم مقام یې خپل. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۱:۳۴
Background image

کابل کې د باسکټبال شپږڅلوېښتم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د باسکټبال ملي فدراسیون له لوري د هېواد د لسو ولايتونو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال شپږڅلوېښتم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ د پارا المپيک ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS