په خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۹:۴۰
په خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د‌ تڼيوال پارک په ميس عينک ورزشي لوبغالي کې د خصوصي سکتور او دولتي ادارو د اتو لوبډلو ترمنځ د گل وطن په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د انس حقاني لوبډلې په بريا پيل شوې.

په دغو سياليو کې د انس حقاني، ولایت مقام، کانونو ریاست، درملو اتحاديه، امنیه قومانداني، خوست ښاروالي، ورزشي امریت او اډوانس لابراتوار لوبډلو گډون کړی.

د‌ يادو سياليو لومړۍ لوبه د انس حقاني او ولايت مقام لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې انس حقاني لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو هدف کېښود، ولايت مقام لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۱۳ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ همغږي رامنځته کول ياد شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS