په خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۹:۸
په خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ په چوکاټ کې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ (ب) کلي شمل پله ترڅنګ د شپږو لوبدلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ډډوالو بازانو او پښتون زلمیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې لومړۍ پاڼۍ ډډوالو بازانو ولوبوله او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۱۸۶ منډې هدف کېښود، بل لوري ته پښتون زلمیو د ټولو اورونو په لوبولو سره یوازې ۱۴۲ منډې جوړې کړې او په ۴۴ منډو یې سیالي بایلوده.

د یادونې وړده چې یادې سیالۍ د همدې سیمې د شپږو لوبډلو ترمنځ په لیګ وار شکل ترسره کېږي او یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS