په خوست کې د فوټسال رمضان جام سياليو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۱۰:۷
په خوست کې د فوټسال رمضان جام سياليو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې

د خوست ولايت د اماني ملي لوبغالي ترڅنګ په سرپټي میدان کې د فوټبال فدراسیون له لوري په لومړي ځل د فوټسال پیل شویو رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې.

په لومړۍ سيالي کې د غرغښت کلب لوبډلې نورالرحمن ګلاب زوی لوبډلې ته په پنځو ګولو ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

په دویمه سيالي کې ملګرو کلب لوبډلې له ګلاب سرحدي کلب لوبډلې سره سيالي وکړه او په پايله کې ملګرو کلب لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷_۲ ګلونو په توپير ماتې ورکړه او سيالي يې وګټله.

د فوټسال په نوموړي ټورنمنټ کې ۳۰ لوبډلو ګډون کړی او تر راتلونکي کوچني اختر پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۳
Background image

ننګرهار؛ مومند دره ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باسول ګلستان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۹
Background image

بغلان؛ نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په نهرين ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

غزني کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کونګ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د استعداد موندنې جام په نوم د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو شپاړلسم پړاو سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS