په خوست کې د لومړي ځل لپاره د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۹:۴۹
په خوست کې د لومړي ځل لپاره د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمریت او د فوټبال فدراسيون له لوري د لومړي ځل لپاره د شلو لوبډلو ترمنځ په په مرکزي سرپټي میدان کې د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې.

په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د ياد ولایت ورزشي مسولينو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مينوالو ګډون کړی و.

په پيل کې د ياد ولايت ورزشي امر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د يادو سياليو په پيل کېدو خوښي څرګنده کړه او په ټولو ولسواليو کې يې په مختلفو رشتو کې د سياليو د پيل خبر ورکړ.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه کې بريال لوبډلې د مرمنډۍ لوبډلې ته د ۸_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه، همداراز دويمه سيالي د اکېډمۍ کلب او وزيانو کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې لوبه اکېډمۍ کلب لوبډلې د ۶_۰ ګولونو په توپير وګټله.

د فوټسال په دې ټورنمنټ کې شل لوبډلې شاملې دي، چې هره شپه به دوې سيالۍ ترسره کېږي او د روژې مياشتې تر وروستيو پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS