په خوست کې د نشه یي توکو پر ضد د والیبال لیګ پیل شو
د خوست ولایت د ورزش امريت په لارښوونه د واليبال فدراسيون له لوري، د شمل دوه منده ولسوالۍ اړوند په دويخېلو سيمه کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د واليبال ليګ پيل شو.
ياد ليګ به لس ورځې دوام وکړي، چې د پيل لوبه يې د ايتخېلو او الو خېلو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې ٣-٢ میدانونو په توپیر د ايتخېلو لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
