په خوست کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د مرکز اړوند فامیلیو پر لوبغالي د لسو لوبډلو ترمنځ د زرغون جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي سید رقیب سټار کلب لوبډلې په خپل نوم کړه.
دغه سیالۍ چې یوه میاشت یې دوام وکړ، پایلوبې ته يې سیدرقیب سټارز او فامیلیو سټارز کلبونو لوبډلو لار موندلې وه، لومړۍ توپوهنه فامیلیو لوبډلې وکړه او په ټاکلو نهو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته ۸۸ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سید رقیب لوبډلې یاد هدف د لوبې په نهم اور کې پوره او سیالې لوبډلې ته یې په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبډلو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
