په خوست کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيوکوشين کراټې شپږم پړاوی سيالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۹:۳۲
په خوست کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيوکوشين کراټې شپږم پړاوی سيالۍ ترسره شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند کراټې فدراسيون په چوکاټ کې د نهو کلبونو د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيوکوشين کراټې شپږم پړاو سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې افغان کلب د ۱۷ مډالونو په ګټلو لومړی، اتلان کلب د ۱۵ مډالونو په ګټلو دويم او مرکزي کلب د ۱۱ مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام خپل کړ.

دغو سياليو یوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونو، مډالونه او د قهرمانۍ حکمونو ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS