په خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د مندوزيو ځوانانو له لوري په بادام باغ سيمه کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سياليو اتلولي زېړۍ ترخې لوبډلې وګټله.
دغو سياليو يوه نيمه مياشت دوام وکړ، چې په پايله کې زېړۍ ترخې لوبډلې خپلې سيالې اسماعيل خېلو لوبډلې ته په فینالټي شوټونو کې د ۵_۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.