په خوست کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د همدې ولایت تڼیو ولسوالۍ په نوالاسلام ښوونځي کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې مرکزي کلب د لسو بریاوو په ترلاسه کولو سره لومړی، تڼیوال کلب د ۹ بریاوو په ترلاسه کولو سره دویم او کلب د ۶ بریاوو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی وو او په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.