په خوست کې د WTF تکواندو تشویقي سیالۍ تر سره شوې
د خوست ولایت بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د تکواندو فدراسیون له لوري درېيو کلبو د ٤٠ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو تشویقي سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو تر پيل له مخه د همدې رشتې مسؤول استاد بختورخان شجاع او استاد توریالي حبیبي له خوا ورزشکارانو ته د سياليو اړوند سمینار ورکړل شو.
په دغو سياليو کې د اباسين، حبيبي او بنګش تکواندو کلبونو ٤٠ ورزشکارانو برخه لرله.
په پاى کې برياليو ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکمونه او مډالونه هم ورکړل شول.
