په دایکندي ولایت کې د فوټسال سیالیو په دوام پنځه سیالۍ ترسره شوې
دا سیالۍ چې د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون له خوا د جام «صدای قریه» په نوم مرکز نیلي کې پیل شوې لا هم دوام لري.
د دې سیالیو په دوام د تیرې ورځې لومړۍ لوبه د « جوانان دشت او اتحاد اشترلي» لوبډلو ترمنځ وشوه چې د « ۳ – ۲» پایلې سره جوانان دشت وګټله، دویمه لوبه د « منتخب لزیراو شاهین سبز» لوبډلو ترمنځ وه چې د «۱۰ – ۳» پایلې سره د منتخب لزیر په بري تمامه شوه، دریمه سیالۍ د« جهش صلح او کهکشان کوچک» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د «۱۴– ۲» پایلې سره جهش صلح لوبډلې وګټله ،څلورمه سیالۍ د « ریاست معارف او هزارستان نوین » لوبډلو ترمنځ وه چې د « ۴ – ۲» پایلې سره هزارستان نوین لوبډلې په خپلې ګتې پای ته ورسوله او پنځمه لوبه بیا د « مزاري او اتحاد دشت» لوبډلو ترمنځ وشوه چې مزاري خپله سیالې دشت لوبډله د «۱۰ – ۳» ګولونو په توپيرله مخې پورته کړه.
د فوټسال یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو ټاکل او د ورزشکارانو څخه ملاتړ، د ځوانانو یووالی او لېرو پرتو سیمو ته د ورزش رسول دي چې څو ورځې به دوام وکړي.
