په سعودي کې د مېشت افغان کډوال ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ روانې دي

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۰:۲
په سعودي کې د مېشت افغان کډوال ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ روانې دي

په سعودي عربستان هیواد کې د افغان کډوال ورزشکارانو د شپږو لوبډلو ترمنځ د دې هیواد د مدینې ښار په " کال جو سټيډيوم " کې د فوټبال سیالۍ روانې دي،چې په دې ټورنمنټ کې،چې د "افغان چمپیزن ټو " تر نامه لاندې جوړ شوی، د الملکي، الشباب، العین، النور، العمید او الحرمین لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کوي چې په هره لوبډله کې دوه غیر افغان عرب ورزشکاران هم برخه لري.

دا سیالۍ د سعودي هیواد د فوټبال فدراسیون تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چې افغان کډوال ورزشکاران د دې لوبو مصارف په خپله او یا هم د سوداګرو له لوري ترلاسه کوي،چې د سعودي حکومت له لوري ورته هم ځینې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

یاد کډوال لوبغاړي د افغانستان د اسلامي امارت د ورزش د ادارې له هڅونې او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ د لا ډېرې توجه غوښتنه کوي.

د افغانستان د اسلامي امارت د المپیک د ملي کمېټې او سپورټ اداره هم هڅه کوي،چې له هیواد څخه بهر کډوال ورزشکارانو ته د بېلابېلو لوبو زمینه برابره کړي او هڅه يې کړې چې د امکان تر حده ورسره په هره برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

یاده دې وي چې د افغانستان د ورزش اداره په ایران هیواد کې هم د افغان کډوال ورزشکارانو د استازي له ټاکلو وروسته له هغوی سره په اړیکه کې وي او تر ممکن حده يې له هغوی سره همکاري کړې ده.

د ورزش اداره په پام کې لري چې په ټولو هیوادونو کې له افغان کډوال ورزشکارانو سره په تماس کې شي او د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه او همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

پکتيا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۱
Background image

پکتیا کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز وچ غړک سیمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د بلند منزلو لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۱۳
Background image

کابل کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ووشو ملي فدراسيون له لوري د هېواد له مرکز او ولايتونو د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نړيوالو سياليو کې، چې د برازيل په هېواد کې به ترسره. . .

BACK TO NEWS